Videos
هره ورځ بابړه
August 12, 2024
کيسه داسې وه چې د ۱۹۴۸م مېلادي کال د جون په مياشت کې د پاکستان حکومت په کوهاټ کې د فخر افغان پاچاخان په شمول د پښتنو مشران ونيول. پر پاچاخان دا تور وو چې له فقير ايپي سره مالي مرسته کوي چې د نوي جوړ شوي پاکستان حکومت را وپرځوي او خپلواک پښتونستان اعلان کړي. پاچاخان په درې کلن زندان محکوم شو، او په ورته وخت کې داسې ګنګوسې وې چې ممکن په هماغه زندان کې په دار وځړول شي.
د پرچېسنګ پاور پېرېټي(PPP) په نظر کې نيولو سره يوازې په ۲۰۱۹ کې افغانستان د اقليمي بدلون په خاطر تقريباً ۵۴۹ ميليونه ډالر زيان ليدلی دی. دا يوازې مالي زيان دی. په همدې کال په افغانستان کې ۱۹۱ انسانان د هغه پېښو په پايله کې مړه شوي دي چې اقليمي بدلون په اغېز رامنځته کېږي. د اقليمي بدلون اغېزې څه دي؟
د طبعي زېرمو بدمرغي
September 26, 2023
د کونګو جموريت د کولويزي ښار په يوه څنډه کې يوه ورځ يوه نفر غوښتل په خپل کور کې د يوه نوي د تشناب جوړولو لپاره مځکه وکيندي. تر څو فوټه ژور کيندلو ورسته د ده کولنګ پر يوه ځلانده کاڼي لګېږي، سړی له دې کاڼي څخه يوه ټوټه رابېلوي او په ښار کې يې د ګرانبيه ډبرو يوه کاروباري ملګري ته ښيي. ملګری يې له ځنډ او فکر پرته ورته وايي چې دا کوبالټ دي. او بهترينه کوالټي کوبالټ چې په خورا لوړه بيه خرڅېږي.
ډېوالي پاکستان
September 26, 2023
د پاکستان د دولتي بانک د راپورونه پر اساس دا هېواد بايد په يوه کال کې ۲۲ ميليارده ډالره پورونه ادا کړي چې په دې کې ۲.۶ ميليارده يې فقط سود دی. تر ۲۰۲۵ کال پورې پاکستان بايد ۷۳ ميليارده ډالر پورونه ادا کړي. خو د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنيو زېرومو ټول ارزښت ۴.۳ ميليارده ډالر ده.د پاکستان دا زېرمې دومره تشې دي چې حتی د يوې مياشتې د وارداتو لګښت هم نه شي پوره کولائ. بشپړه ليکنه...
مصنوعي ځيرکتيا څه بلا ده؟
February 26, 2023
د انټرنيټ تر راتګ وروسته د خپلې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره يا لږ تر لږه د خپلې موضوع په اړه د کتابونو، او نورو منابعو موندلو لپاره تر ټولو لومړی ته خپله موضوع يا پوښتنې انټرنیټ ته راجع کوې. په انټرنيټ کې خورا ډېر د علمي ژورنالونه ډاټابېسونه او سرچ انجنونه شته خو تر ټولو عام سرچ انجن ګوګل دی. او ډېر امکان لري چې ته خپله پوښتنه تر ټولو لومړی په ګوګل کې وپلټې. ګوګل دې هماغو ليکنو او کتابونو ته مخامخوي چې ممکن ته د خپلې پوښتنې ځواب پکې پيدا کړې. بشپړه ليکنه...
د افغانستان کرکټ د ګړنګ پر غاړه
January 18, 2022
لوبې او سياست به سره جلا وي يا نه، خو کله چې په يوه هېواد کې د بشر پر اساسي انساني حقوقو تېری کېږي او په بدل کې يې نور هېوادونه له دې هېواد سره د لوبو پرېکون اعلانوي دا څه نوې خبره نه ده. تېر کال د روسيې له لورې پر يوکراين د بريد له امله د انګلستان، پولنډ او سويډن لوبډلو له روسيې سره د لوبو پرېکون اعلان کړ. د ۲۰۲۲ په فبروري کې فيفا او يو اي ايف اې د روسيې پر ټولو کلبونو او ملي لوبډلو بنديز ولګاوه. بشپړه ليکنه...
چين د افغانستان معادن وړي
October 15, 2022
د افغانستان په کاڼو کې پرېمانه ليتيم، شته. ليتيم، يو نادر او ګرانبيه عنصر دی چې د خورا ډېرو نورو کارونو تر څنګ په بېټريو کې هم کارول کېږي. دا چې نړۍ د اقلیمي بدلون او نورو عواملو په خاطر غواړي د تېلو سونګ کم کړي نو د برقي موټرانو جوړولو او عاملو ته يې مخه کړې ده، او د ليتيمو له بېټريو پرته برقي موټر ناممکن دی. د برقي موټران له عامېدو سره د تېلو زمانه، ورو ورو د تاريخ برخه ګرځي او نوی پړاو د ليتيمو پړاو دی. بشپړه ليکنه...
د هندوستان د وېش کيسه او پر بنګاليانو د پاکستاني پوځ ظلمونه
September 26, 2022
د ۱۹۴۷م ميلادي کال د اګست پر ۱۵مه هندوستان له انګرېزانو څخه خپلواکي واخېسته، خو د انګرېزانو د وتلو په درشل کې هندوستان دوې ټوټې شو، دې پېښې ته پارټېشن آف اڼديا يا د هندوستان وېش هم وايي. دا وېش ظاهراً د مسلمان مېشتو او هندو مېشتو سيمو تر منځ وو چې له مسلمان اکثريت سيمو څخه يې يو نوی هېواد پاکستان رامنځته شو. دا ډېر مغلق وېش وو. ځکه هندوستان له لويه سره پر مسلمان او هندو نه وو وېشل شوی. مسلمانان او هندوان په يوه سيمه څه چې په يوه کوڅه کې څنګ پر څنګ سره اوسېدل. بشپړه ليکنه...
انټرنيټ چيري دی؟
September 02, 2022
ډېر کسان دا فکر کوي چې انټرنيټ په اسمان کې دی. زما له ټلفونه يو انځور يا ږغ سپوږمکۍ يا سټلايټ ته ځي هلته خوندي کېږي او بيا له هغه ځايه تر ټلفانه يا کمپيوټره در رسېږي. خو داسې نه ده!
ښه نو چې داسې نه ده، نو څنګه ده؟ آيا له دې ځايه تر هغه ځايه تارونه جار دي؟ بشپړه ليکنه...
د افغانستان په جنګ کې څوک شتمن شول؟
August 16, 2022
شېرزيان، کرزيان، عطا نور، قسیم فهيم، عبدالله، قانوني، زاخېلوال، مسلميار، ظاهر قدير، دوستم … دا ليسټ خورا اوږد دی. دا ټول هغه کسان او کورنۍ دي چې د افغانستان په تېر شلکلن جنګ کې ميليونران شول. بې شکه چې ځينې يې له پخوا هم شتمن ول خو په دې جنګ کې يې شتمنۍ خورا چټکه وده وکړه. بشپړه ليکنه...
سعودي عربستان د بدلون پر لور
July 31, 2022
د سعودي عربستان وروستۍ پرمختيايي پلانونو ته حتی غرب لا ګوته په غاښ دی. که له يوې خوا د ولیعهد محمد بن سلمان له واکمنېدو سره سم په سعودي عربستان کې انساني خپلواکي، د بيان ازادي، او د نومهالې نړۍ نور ارزښتونه د غوړېدا په حال کې دي نو له بلې خوا د ټيکنالوجۍ، مډرنيزم او صنعتي پرمختګ هم په کش کې دی. په دې وروستيو کې د سعودي عربستان د لاين په نوم د نوي ښار جوړولو په غربي رسنيو کې ډنډوره جوړه کړې ده.. بشپړه ليکنه...
مريخ ته سفر ولي مشکل دی؟
July 22, 2022
د ايلان مسک سپېس ايکس شرکت غواړي د لومړي ځل لپاره يو داسې راکټ وه ازمويي چې فضا ته تر تګ وروسته بيرته را ستون شي او پر خپلو پښو ودرېږي. تر دې مخکې راکټونو فضا توکي انتقالول خو پخپله راکټونه بيرته راتلل او د تل لپاره په سمندر کې ډوبېدل.
دا داسې دی لکه د هرې الوتنې لپاره نوې الوتکه جوړول. يا يو موټر چې له کندهاره کابل ته مسافر وړي او فقط تر همدې يوه سفر وروسته دا موټر بيا د تل لپاره استفادې وړ نه وي. بشپړه ليکنه...