اقليمي بدلون
نورالباري مل
January 01, 2024
ښايي ډېرو افغانانو ته اقليمي بدلون يوه جدي او بېړنۍ ستونزه نه ښکاري خو دا بلا زموږ تر دروازې را رسېدلې ده.
افغانستان په نړۍ کې يو له لومړيو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقليمي بدلون له منفي اغېزو څخه تر ټولو ډېر زيان ور رسېږي.
څومره زيان؟ د پرچېسنګ پاور پېرېټي(PPP) په نظر کې نيولو سره يوازې په ۲۰۱۹ کې افغانستان د اقليمي بدلون په خاطر تقريباً ۵۴۹ ميليونه ډالر زيان ليدلی دی. دا يوازې مالي زيان دی. په همدې کال په افغانستان کې ۱۹۱ انسانان د هغه پېښو په پايله کې مړه شوي دي چې اقليمي بدلون په اغېز رامنځته کېږي. د اقليمي بدلون اغېزې څه دي؟
وچکالي سېلابونه، د شديدې ګرمۍ څپې او د رېګو طوفانونه نورې هغه خونړۍ پيښې دي چې د اقليمي بدلون له امله رامنځته کېږي.
اقليمي بدلون اصلاً دی څه شی؟
که په ساده ټکو ووايو اقليمي بدلون د تودوښې په اوسطه کچه کې اوږدمهاله بدلون ته وايي. دا بدلون په مځکه کې د انسانانو د فعاليتونو له امله رامنځته شوی دی.
"دا يو نيم سل کاله پخوا چې کله ماشين جوړ شو، هغه هم په بخار باندې، نو دلته دوی زغالونه سوځول، زغال يې چې کله سوځاوه دود توليد شو هوا ته، دا يو نيم سل کاله کېږي چې دود پورته ځي او بيرته را کښته کېږي نه. نو په دا يو نيمو سلو کالو کې خو به دا اټموسفېر ککړېږي که نه ککړېږي؟"
دا د مځکې کره ده. او دا د مځکې اټموسفېر دی. د مځکې اټموسفېر او د جاذبې قوه نه پرېږدي چې دا دودنه او ګاذونه تر اټموسفېر دباندې ووځي.
د مځکې د کُرې په اټموسفير کې زرغونکوره ګازونه Greenhouse Gases لکه د اوبو بخار، کاربن ډای اکسايډ، میتېن، نايټروس اکسايډ او کلورو فلوروکاربن که څه هم له دباندې څخه د لمر وړانګې مځکې ته را پرېږدي خو له دې خوا يوه اندازه تودوښه همدلته په اټموسفېر کې بندوي. او نه يې پرېږدي چې دباندې ووځي. چې دا په مځکې کې د حرارت د ډېرښت لامل ګرځي.
بله دا چې دا ګازونه د لمر وړانګې انکساروي.
"دا چې انکساروي یعني د لمر د وړانګو په مقابل کې يو مقاومت ايجادوي، دا دلته يوه طبقه تودوالی رامنځته کوي… لکه دا برق چې په لين کې ځي، نورمال لاين وي برق ځي پکې هيڅ مشکل نه پېښوي، خو چې کله دی ابګرمۍ ته جوړ کړ آبګرمۍ کې يې مقاومت ورته را منځته کړی دی، دلته نو اوبه درته ايشوي دومره ګرمي توليدوي. نو دلته هم متناسب د دغه ګاذونه په اندازه حرارت دلته توليديږي."
نتيجه دا شوه چې د مځکې د تودوښې کچه اوس تر پخوا لوړه شوې ده. څومره لوړه شوې ده؟ ۱.۲ درجې.
اوس ته به وايې چې ۱.۲ يا يوه نيمه درجه تودوښه، په دومره غاو ارزي؟
"خو بله خبره ده، دا داسې مثال لري لکه يو کس چې کله مریض شي د هغه تبه يوه درجه يا يوه نيمه درجه لوړېږي. په عادي حالت کې د انسان تودوښه ۳۷ درجې وي خو چې کله يې تبه ونيسي ۳۸ يا ۳۸.۵ درجو ته رسېږي نو ته اوس وينې چې دا يوه نيمه درجه تبه پر انسان څه حال راولي."
نو اوس ګواکې د مځکې ټوله کُره تبې نيولې ده. يو انسان چې تبه ونيسي خو درمل به وخوري. مځکې ته به له دې تبې څخه د خلاصون لپاره څه درمل ورکول کېږي؟ يا له اقليمي بدلون سره نړۍ اوس څنګه مبارزه کوي چې د مځکې دا تبه را کښته کړي؟
"له اقليمي بدلون سره مبارزه دوه ډوله ده، يو دا چې دا ګازونه به په هوا کې کموې، دې ته ميټيګېشن وايي. او بل دا چې ته له دې اوسني وضعيت سره ځان جوړ کړې، دې ته اډاپټېشن وايي. نو اوس دنيا تصميم نيولی دی چې مځکه اډاپټ کړي له دا اوسنيو شرايطو سره، ځکه هغه کاربن چې هوا ته تللی دی هغه نه شي را تلای بيرته."
مانا دا چې دا يو تر لاس وتلی کاڼی دی. خو بدبختانه دا کاڼۍ راځي زموږ افغانانو او نورو بېوسو او وروسته پاتې انسانانو پر سر لګېږي.
خو د افغانستان په شمول دا وروسته پاتې هېوادونه د اقليمي بدلون په رامنځته کولو کې د پرمختللو هېوادونو هومره ګرم نه دي.
پرمختللي هېوادونه ځکه ګرم دي چې له پېړيو راهيسې د خپلو کارخانو په توسن د مځکې اټموسفېر ککړوي. خو پخپله پرمختللي هېوادونه له اقليمي بدلونه هومره نه اغېزمنېږي، ځکه دا هېوادونه په زېربنايي لحاظ د اقليمي بدلون له اغېزو سره تر يوه حده مقاومت کولای شي او کافي اندازه پيسې لري چې له اقليمي بدلون سره مبارزه وکړي.
دا د هغه هېوادنو ليسټ دی چې په ۲۰۱۹ کې يې د اقليمي بدلون له اغېزو څخه تر ټولو ډېر زيان ليدلی دی.
اوس نو دا د پرمختللو هېوادونو اخلاقي او انساني وجيبه ده چې يو خو د اټموسفېر د لا ککړولو مخه ونيسي او بل له وروسته پاتې هېوادنو سره مرسته وکړي چې له اقليمي بدلون سره ځانونه عيار کړي. په ۲۰۱۵ کې د پاريس په غونډه کې ۱۹۶ هېوادونو له اقليمي بدلون سره د ګډې مبارزې هوکړه وکړه.
"نو دوی دغه پرمختللي هېوادونه بايد خپلې فابريکې داسې عيارې کړي چې د کاربن توليد لږ کړي. دوی يې مکلف کړي دي چې پيسې به وروسته پاتې هېوادونو ته ورکوي."
اوس نړۍ خو هوکړه کړې ده چې د افغانستان په شمول نورو وروسته پاتې هېوادونو ته پیسې ورکوي چې له اقليمي بدلون سره د تطابق او مبارزې په لړ کې لويې پروژې عملي کړي.
خو دا چې افغانستان وسمهال له نړيوالو بنديزونو سره مخ دی دا پیسې نه شي ترلاسه کولای. د اقليمي بدلانه په برخه کې په افغانستان کې ۳۲ پروژې چې د ټولو بودجه ۸۲۶ ميليونه ډالره کېږي، همدا اوس په ټپې ولاړې دي.
"مثلاً د ارغنداب د کرنيزې پروژې د انکشاف لپاره… د سولر انرژۍ پروژې… دا پروژه د انکشاف دهات لخوا پلي کېده دا هم ودرېده."
تر اقليمي بدلون ور ها خا نورې هم ګڼشمېر پروژې چې ګټه يې عامو افغانانو ته رسېده په ټپه ولاړې دي. يوازې د نړيوال بانک څلور پروژې چې ارزښت يې ۶۰۰ ميليونه ډالره کېږي په دې خاطر ځنډول شوي دي چې طالبان نجونې زدکړو ته نه پرېږدي.
د دې پروژو د ځنډ او يا لغوه کېدو تاوان نه يوازې دا اوس اوس زموږ کردوندګرو او عامو افغانانو ته رسېږي بلکې د دې اوږدمهاله اغېز دومره ژور دی چې ممکن تر پېړيو پېړيو زموږ راتلونکي نسلونه هم زموږ د اوسنيو غلطيو په ازاله کولو ستړي شي.
دا په دې چې د اقليمي بدلون ستونزه نه يوازې جدي ده بلکې بېړنۍ هم ده. او په دې کار کې د يوې ورځې ځنډ جبرانول هم وروسته شايد مياشتې او کلونه وخت وغواړي.
د افغانستان په غرونو کې دا طبعي يخچالونه هم په خورا چټکۍ ويلي کېږي او د محوه کېدو خوا ته روان دي.
"هره ورځ چې له اقليمي بدلون سره په نه مبارزې تېرېږي دغه ستونزه لا پېچلې کوي. يانې دا د تودوښې د لوړېدو سرعت لوړوي. په تېرو کلونو کې خو تودوښه لږ لږ لوړېدله، اوس ډېره لوړېږي. نو په همدې خاطر دا د یخچالونو ويلي کېدا، دا نوره هم زياتېږي په ډېر سرعت سره مخ ته روانه ده. په نورمال حالت کې چې اقليمي بدلون نه وي، دا داسې وو چې واورې به وشوې، دا به يخ شول، اوړی به څه ناڅه ويلي شول اوبه به سندونو ته راغلې، ژمی به چې بيا واورې وشوې بیا به هماغه ځای ډک شو.
اوس کيسه څه ده، اوس ژمی واورې لږ کېږي، باران ډېر کېږي. نو هغه يخ هلته نه جوړېږي هغه اولني حالت ته ځي."
جمهوريت که څه هم کافي ظرفيت نه درلود چې د اقليمي بدلون پر وړاندې اغېزناکه مبارزه وکړي خو لږ تر لږه له نړيوالو ادارو لکه نړيوال بانک، آسيايي پرمختيايي بانک، جي سي ايف او نورو سره يې رسمي اړيکې درلودې او په افغانستان کې د اقليمي بدلون اړوندې پروژې د دې ادارو په تخنيکي مرسته او د همدوی تر څار لاندې پلي کېدې.
مګر نن سبا افغانستان په انزوا کې دی. دا اوس ډيسمبر په دوبۍ کې د اقليمي بدلون ۲۸ نړيوال کلنی کانفرانس وو. په دې کانفرانس کې د نړيوالو رهبرانو په ګډون د اقليمي بدلون او متخصصان او ساينسپوهان را غونډ ول چې په نړۍ کې د اقليمي بدلون د راتلونکي په اړه مهمې پرېکړې وکړي. مثلاً په همدې غونډه کې د پاکستان سرپرست لومړي وزير انوارالحق کاکړ د ريچارج پاکستان په نوم په پاکستان کې د يوې نوي پروژې اعلان وکړ. دا د ۷۸ ميليونه ډالرو پروژه ده چې د جي سي ايف او يو ايس آیډ په مالي ملاتړ پلي کېږي.
خو افغانستان ته په دې په دې غونډه کې حتی د ګډون بلنه هم نه وه ورکړل شوې. او علت يې موږ تاسې ته معلوم دی.
د دې موضوع په اړه نورې منابع چې له ځينو يې په دې ليکنه کې هم ګټه اخېستل شوې ده.
World Bank's Climate Change Knowledge Portal: https://climateknowledgeportal.worldbank.org/sites/default/files/2021-05/15396A-WB_Afghanistan%20Country%20Profile-WEB.pdf
United Nations Office for the Coordination of Humanitarian Affairs (UN OCHA): https://unocha.exposure.co/afghanistan-the-alarming-effects-of-climate-change
Intergovernmental Panel on Climate Change (IPCC): https://www.ipcc.ch/
Afghanistan: Second National Communication to the UNFCCC: https://unfccc.int/sites/default/files/NDC/2022-06/INDC_AFG_20150927_FINAL.pdf
ويديوګانې: