د جګړې ميليونران: د افغانستان په جنګ کې څوک شتمن شول؟
نورالباري مل
August 16, 2022
شېرزيان، کرزيان، عطا نور، قسیم فهيم، عبدالله، قانوني، زاخېلوال، مسلميار، ظاهر قدير، دوستم … دا ليسټ خورا اوږد دی. دا ټول هغه کسان او کورنۍ دي چې د افغانستان په تېر شلکلن جنګ کې ميليونران شول. بې شکه چې ځينې يې له پخوا هم شتمن ول خو په دې جنګ کې يې شتمنۍ خورا چټکه وده وکړه.
سره له دې چې د امريکا په مشرۍ بهرنيانو په افغانستان کې ۲.۱ ټريليون ډالر مصرف کړل چې په اوسط ډول هره ورځ ۳۰۰ ميليونه کېږي خو بيا هم افغان ماشومان په نس وږي، په تن لوڅ او د ژوند له ډېرو اساسي انساني او بشري اړتياوو بې برخي ول او دي. له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ افغانستان د ځکمې پر مخ د غريب ترينو هېوادونو په ډله کې تل د لومړيو پنځو شپږو هېوادونو تر منځ پاتې شو.
خو په همدې غريب هېواد کې يو څو د ګوتو په شمېر کسانو او کورنيو تر تصور لوړه شتمني تر لاسه کړه. په دې شتمنو کې ځينو حتی د پوليسو او اردو د لوبيا او نخودو پيسې غلا کړې او د خليج په ساحلونو کې يې ځانونو ته ښيښه يي ماڼۍ ابادې کړې. د نارسمي تخميناتو له مخې افغان چارواکو د شاوخوا شل ميليارډه ډالرو په ازرښت په دوبۍ کې جايدادونه رانيولي دي.
په افغانستان کې د شفافيت د نشت او اطلاعاتو ته د لاسرسي د ضعيف سيسټم له وجې د مفسيدانو پر وړاندې کره او دقيق شواهد را ټولول يو خورا دشوار کار دی. او بله خبره دا چې دا خلګ دومره زورور دي چې پر وړاندې يې خوله خلاصول د پيل زړه غواړي. له همدې امله تر اوسه موږ او تاسې دوی د فسادونو په اړه په کومه ملي رسنۍ کې يو تحقيقي راپور نه لرو. بله خبره دا چې زموږ رسنۍ هم بيرته د همدې کسانو په پيسو چلېدلې. دې خلګو خپل ټي وي چېنلونه درلودل.
تر ټي وي چېنلونو پورې را ياد شول.
فهيم هاشمي. که څه هم دی جنګسالار نه دی خو د افغانستان د جنګ ميلونر ورته ويلای شو. د ۲۰۰۳ په شاوخو کې يې له امريکايانو سره ترجماني پيل کړه. خو ډېر ژر يې ترجماني پرېښوده، خپل شرکت يې جوړ کړ، په امريکانانو کې يې د جوړ کړي شناخت څخه په استفادې د خپل شرکت لپاره واړه واړه قرادادونه واخيستل. لومړی قرارداد يې د ۶۰۰ ډالرو و چې پر امريکايانو يې يو څو بالښتان او روجايانې خرڅې کړې. خو په لسو کالو کې دننه د فهيم هاشمي کاروبار دومره ستر شو چې کلنی عايد يې شاوخوا ۲۰۰ ميلونه ډالرو ته ورسېد.
يک تلويزون د ده دی. په ۲۰۱۳ کې يې حتی د افق شرق په نوم هوايي شرکت جوړ کړ. ګڼ نور لوجيسټيکي او ساختماني شرکتونه لري او د امريکايانو له خوا د ډالرو په باران کې تر ناوې لاندې ناست وو.
بل ميليونر حکمت ښادمن دی. د فهيم هاشمي غوندې حکمت ښادمن هم خپل د مليونرۍ سفر له ترجمانۍ را پيل کړ. د نيويارکر مجلې د يوه راپور له مخې حکمت ښادمن تر ۱۶۰ ميلونه ډالره ډېرې پيسې وګټلې. خو پر ښادمن دا تورونه ول چې خارجيانو ته يې رشوتونه ورکول او په دې توګه يې لوی لوی قرادادونه ګټل. ښادمن دا تورونه بې بنسټه ګڼي.
د سپېشل فورس ځينې امريکايي قومندانانو نيويارکر مجلې ته ويلي دي چې د امريکايي کاروانونو لوی قرارداديان لکه رازق شېرزي، وطن ګروپ، او نور هغه شخصي امنيتي شرکتونه چې قوي سياسي ملاتړ لري، د ښادمن په برياليتوب سوځيدل او امريکايانو ته يې غلط راپورنه ورکول، چې ښادمن ته سرخوږی جوړ کړي. پر ښادمن دا کړۍ دومره را تنګې شوې چې حتی يوه ورځ امريکايانو د ښادمن پر استوګنځي چاپه ووهله، ښادمن يې په تړلو سترګو او لاسونو باګرام ته يووړ. پر ده تور وو چې طالبانو ته پيسې ورکوي چې د ده پر قطارونو حمله ونه کړي. د ښادمن د شتمنۍ ۵۷ ميليونه ډالر امريکايانو کنګل کړې، تر څو کاله قضايي کشمکش وروسته په ۲۰۱۹ کې د واشکنګټن ډي سي يوې محکمې د ښادمن ۲۵ ميلونه ډالر ضبط کړل.
دا ډول تورونه پر نورو افغاني شخصي شرکتونو هم ول خو داسې ويل کېږي چې د هغوی تر شا سياسي ملاتړ وو. د بيلګې په ډول وطن ګروپ، د ښادمن د شرکت په پرتله ډېر غټ وو او تر ښادمن يې په مراطبو ډېر پيسې پيدا کړې. په ۱۸ مياشتو کې د وطن ګروپ عوايد له ۵لکه ډالرو څخه ۵۸ ميلونه ډالرو ته پورته شول. د نيويارک ټايمز په حواله د وطن ګروپ تر ټولو لوی ونډهوال قيوم کرزی دی. خو قيوم کرزی او د وطن ګروپ مشر رشيد پوپل دا تورونه ردوي.
بل لوی شرکت د رحيم وردګ د زوی حامد وردګ دی چې اين سي ايل هولډنګ نومېږي.
ايليټ سيکيورټي سرويس، دې شرکت د ناټو د کاروانونو د ايسکورټ قراردادونه درلودل، دا د صبغت الله مجددي د زوی صديق مجددي وو. ايشيا سيکيورټي ګروپ، يو خصوصي امنيتي شرکت د حشمت کرزي وو.
چې د حکمت ښادمن، او فهيم هاشمي غوندې ترجمانان چې نه يې سياسي سابقه درولوده او نه هم د ولسمشر د کورنۍ غړي ول، په دې جنګ کې ميليونران شول. نو فکر وکړئ چې د رحيم وردګ، ګل اغا شيرزي، صبغت الله مجددي، عطا محمد نور او نورو غټانو له کورنيو سره تړلو شرکتونه به څومره پيسې پيدا کړي وي.
امريکايانو پیسې ښندلې، خورا ډېرې پیسې دوی افغاني شرکتونو ته قراردادونه ورکول. او دا قرادادونه په هر سمت کې يوه جنګسالار په يو ډول له ډولونه انحصار کړي ول.
له دې او نورو قراينو په ډېر آشکار ډول دا جوتېږي چې امريکايانو په لوی لاس جنګسالان تقويه کول او نه يې غوښتل چې په افغانستان کې يو قوي سيسټم او پرکاره بنسټونه institutions جوړ شي.
دوی د دولتي بنسټونو پر ځای جنګسالاران چاغول او همدې جنګسالارانو بيا نظام دومره بدنام کړ چې بلاخره جمهوريت په اونيو کې دننه نسکور شو. د فساد پر وړاندې د مبارزې او نورو ريفورمونو، پرمختيايي پلانونو او د سيسټم د جوړېدلو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ همدا زورواکان او جنګسالارن ول. او بيا د دې جنګسالارانو او امريکايانو اړيکې چې ګورې نو ته به وايې چې امريکا په لوی لاس غوښتل چې موږ دغه د نن ورځې ته ودروي. د بېلګې په ډول د واشنګټن پوسټ په هڅو د سيګار علني شوي اسناد ښيي چې امريکايانو دوستم ته هره مياشت ۱۰۰زره ډالر ورکول.
زړه ته به مو نه ولوېږي چې پر دې هرڅه سربېره افغانانو دومره فساد نه دی کړی او نه هم په دې جنګ کې دومره افغانان ميلونران شوي دي لکه امريکايان. د دې جنګ اصلي ګټه امريکايانو يووړه. د سيګار د يوه وروستي راپور پر اساس له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۱ پورې چې امريکا د افغانستان پر بيارغونې څومره مصرف کړی دی، يوازې ۸ فيصده يې د افغانستان د دولت له لارې شوی دی. نورې ټولې پيسې يې خصوصي شرکتونه له لارې مصرف کړي. او دا شرکتونه تر ډېره امريکايي ول چې ګټه يې بيرته امريکا ته رسېدلې ده.
د بېلګې په ډول: لويس بیرګر شرکت چې د قابو يونيم ميليارډ ډالرو قراردادونه يې درولودل، سربېره پر دې چې په فساد کې لاس په لستوڼي ښکېل نيول شوی وو خو بيا هم قراردادونه اخېستل.
ريان کروکر، په افغانستان کې د امريکا پخوانی سفير په يوه مرکه کې سيګار ته وايي چې په افغانستان کې زموږ تر ټولو غټه پروژه دا وه چې بدبختانه موږ په غير شعوري ډول هلته په پراخه کچه فساد رامنځته کړ.
د لندن د سوآس پوهنتون استاد جونتن ګوډهېنډ په يوه ايميل کې د نيويارک ټايمز ژورناليسټې فراح سټوکمن ته ليکي چې "امريکايان يوازې افغانانو ته ګوته نيسي، او په فساد کې پر خپل رول او په فساد کې پر خپلو ګټو سترګې پټوي."
رښتيا وايي: امريکايي خصوصي شرکتونو نه يوازې د افغانستان په جنګ کې په ميلونونو ډالرو ګټې وکړې بلکې په ميلونونو ډالرو فساد يې هم وکړ.
سوپريم شرکت، د دې شرکت عوايد د افغانستان د جګړې په لومړۍ لسيزه کې ۵۰-کرته زيات شول. په ۲۰۰۹ کې د امريکا د يوې فډرل ادارې ډيفنس لوجسټيکس اېجنسي مشر خپله دولتي دنده پرېښوده. خو ډېر ژر په سوپريم شرکت کې د امريکا د څانګې د رئيس په توګه وګومارل شو. د ده تر ګومارل کېدو وروسته سوپريم شرکت ته د ډيفنس لوجيسټکس اېجنسي لخوا د ميلياردو ډالرو قراردادونه له داوطلبۍ پرته د واحدې منبع په توګه ورکړل شول.
د سوپريم ګروپ د فساد او اختلاس قضيه په ۲۰۱۴ کې د امريکا تر يوې فډرل محکمې ورسېده، او دا شرکت ۳۸۹ ميليونه ډالر جريمه شو. خو بيا يې هم خپل قراردادونه اخېستل.
د ۲۰۰۷ په جنوري کې اې اي وای شرکت د امريکا له پوځه يو قرارداد واخيست. د دې قرارداد ارزښت ۲۹۸ ميليونه ډالر وو چې په بدل کې به يې اې اي وای شرکت افغان امنيتي ځواکونو ته مرمۍ جنګي مهمات برابروي. خو دې شرکت د امريکايانو او افغانانو په سترګو کې خاورې وشندلې. دوی داسې وسلې او مهمات افغانانو ته ورکړل اکثره يې له کاره لويدلې او په ۱۹۵۰ کې جوړې شوي وې.
دا هغه وسلې او مرمۍ دي چې ناټو هر کال په ميليونونو ډالر پر دې مصرفوي چې دا مرمۍ په خوندي توګه له منځه يو سي، خو دې قراردادي هماغه وسلې پر امريکا پلورلې چې افغان ملي اردو ته يې ورکړي چې د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې يې وکاروي.
د امريکا د دفاع وزارت لوی قرارداديان لکه لاکهيډ مارټن، بوينګ، رېتان، او جنرل ډاينامکس شرکتونو او د دې شرکتونو د مشرتابه د پلاوي غړي ټول د افغانستان په جنګ کې بې حده شتمن شول.
ايس اين پي ۵۰۰، دا د امريکا د ونډو په بازار کې د عوايدو له مخې د امريکا ۵۰۰ ستر شرکتونه دي. د امريکا د اقتصاد مسير د دې شرکتونو پر اساس ټاکل کېږي. مانا دا چې که دا شرکتونو مخ پر بره روان ول نو مانا يې دا ده چې د امريکا اقتصاد مخ پر غوړېدو روان دی. او بالعکس.
له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې ايس اين پي ۵۰۰، ۵۱۶ فيصده وده کړې ده. خو د امريکا د دفاع وزارت د ټاپ ۵ قرارداديانو وده ۸۷۳ فيصده ده.
د امريکا دولت وسلې نه جوړوې، قراردادي شرکتونه يې جوړوي. خو د دې قرادادي شرکتونو په راس کې څوک دي.
په ۲۰۱۸ کې د مېڼدي سميتبرګر يو تحقيق ښيی چې له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۸ پورې د امريکا د پوځ تر ۳۸۰ زيات لوړ رطبه چارواکي چې د پوځ له دندې کورناستي شوي دي، سمدستي يې د دفاع وزارت له دغو قراداديانو سره کار پيل کړی دی. جنرال جېمز مېټيس يې يوه بېلګه ده. تر تقاعد سمدستي وروسته د دفاع وزارت د قراردادي جنرل ډاينامکس شرکت د مشرتابه د پلاوي غړی شو او په درې کاله کې يې شاوخوا ۹۰۰،۰۰۰ ډالر معاوضه کورته يووړه.
لويډ آسټين، څلور ستوري جنرال. تر پوځي تقاعد وروسته د ريتان مشر شو، په څلور کاله کې يې د ۱.۷ ميلونه ډالرو په ارزښت د ريتان شرکت ونډې د بخشش او معاوضې په توګه تر لاسه کړې. رېتان شرکت د امريکا د دفاع وزارت دويم لوی قرادادي دی.
دا د امريکا د دفاع وزارت څلور لوی قرارداديان دي. او دا په ۲۰۲۱ کې د دوی د قرادادونو ارزښت دی. يوازې دې څلورو شرکتونو ۹۹ مليارډه ډالره په يوه کال کې د امريکا له دفاع وزارته تروړلي دي. د دې شرکتونو ګټه په جنګ کې ده. که جنګ يا د جنګ وېره نه وي د دې شرکتونو کاروبار ولاړ دی.
او دا شرکتونو په دولت کې له کانګريسه نيولې تر سپينې ماڼۍ نفوذ لري. د بېلګې په ډول:
د ۲۰۱۶ د کانګريس په ټاکنو کې يوازې لاکهيډ مارټن شرکت د کانګريس د يو څو مشخصو کانديدانو د کمپاين ټيمونو ته څه د پاسه درې ميليونه ډالر ورکړي وې. د کانګريس غړي بيا د امريکا د دولت بودجه تصويبوي او د جګړې لپاره زرغون سيګنل ورکوي.
د پنټګانو يو تحليلګر په يوه ډېر جالبه تحليل کې دا څرګندوي چې د امريکا دفاعي بودجه په اوسط ډول کال په کال ۵فيصده ډېرېږي او هر وخت چې دا بودجه د کمېدو پر لور تللې ده، ناڅاپه يو وېرونکی ګواښ يا تهديد را منځته شوی دی چې د دفاعي بودجې بیرته ډېرول توجيه کړي.
د فساد او اختلاس تر څنګ امريکايانو د پيسو خورا بېرحمانه ضايعات هم وکړل. مثلاً، يوازې د باګرام د ميدان د برېښنا لپاره د هفتې تر يو نيم ميليون ګېلنه ډېر تېل مصرفېدل.
د دې ټولو اړخونو څېړل او د هرې قضيې جزياتو ته تلل زما غوندې د جرنليزم د يو شاګرد کار نه دی. دا خورا ډېر وخت او د پرکاره جرنليسټانو يوه ډله غواړي. په دې ويډيو کې شايد له ما ډېر شيان پاته شوي وي.
خو دا يو ټکی مې هېر نه شي چې د افغانستان په جنګ کې د امريکا د پيسو لوی غیرمستقيم بهرهمندان پخپله طالبان او حقاني ډله ول.
د پنټګان د يوه تحقيق په حواله د امريکا د دفاع وزارت د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ تر منځ په افغانستان کې قرارداديانو ته ۱۰۸ ميليارده ډالر ورکړل شوې او د دې پيسو ۴۰٪ د غير مستقيمو چېنلونو له لارې د طالبانو، حقاني نيټورک، کاچاکبرانو او مجرمانو لاس ته لوېدلې.
او امريکا په خبره وه!
اخځليک:
د پنټاګون د افغانستان د جګړې بودجه:
https://spectatorworld.com/topic/pentagon-rich-afghanistan-military-budget/
د افغانستان په جکړه کې ښکېل شرکتونه او د هغوی ګټې:
https://theintercept.com/2021/08/16/afghanistan-war-defense-stocks/
د افغانستان د جګړې اقتصاد، نيويارک ټايمز:
https://www.nytimes.com/2021/09/13/opinion/afghanistan-war-economy.html
د افغانستان جګړه چا وګټله؟:
په نيويارکر مجله کې د حکمت ښادمن پر ژوند راپور:
https://www.newyorker.com/magazine/2016/03/07/the-man-who-made-millions-off-the-afghan-war
د ۹/۱۱ ميليونران:
د سپريم ګروپ د قضيې په اړه د محکمې خبرپاڼه:
د قرارداديانو او طالبانو اړيکې:
https://www.nytimes.com/2008/03/27/world/asia/27ammo.html
د اې اي وای شرکت په اړه د نيويارک ټايمز راپور:
https://www.nytimes.com/2008/06/21/washington/21arms.html