د نورالباري مل پاڼې ته ښه راغلاست


دلته زما ليکنې، څېړنيزې مقالې، ويډيوګانې، او نورې غږيزې او انځوريزې خپرونې موندلای شئ

November 19, 2024

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال المانيانو يو شمېر فرانسوي سرتېري ژوندي ونيول، په دې سرتېرو کې يو تن پولېنډی محصل هم و چې فرانسې ته د کېميا په زدکړو پسې تللی وو خو وروسته د جګړې جبر مجبور کړی وو چې د فرانسوي سرتېرو په ليکو کې ودرېږي او له المانيانو سره وجنګېږي. د جګړې دا بندي هينري تاجفل نومېدئ. تاجفل په فرانسوي ژبه روان غږېدای شوای. المانيانو ته يې ځان فرانسوی معرفي کړ او پر خپل پولېنډي او يهودي هويت يې خوله پټه کړه. په دې توګه هنري تاجفل تر څه وخت بند وروسته د هټلر د سرتېرو له زندانه ژوندی ووت خو په پولېنډ کې د ده د کورنۍ ټول غړي د همدغو الماني سرتېرو لخوا د يهودانو د نسلوژنې په لړ کې تر تېغ تېر شول. بشپړ متن...

August 24, 2021

د خپل نامحبوب رژيم لپاره د داخلي ملاتړ را جلبولو په پار نجيب الله د خپل ګوند او انقلاب له تقريباً ټولو لويو اصولو پر شا شوی دی. د ځمکې د ملکيت اصلاحات په لېرې‌پرتو دوديزو فيوډالي سيمو کې تر پښو لاندې کېږي. شخصي تشبثات د ډېوالي حکومت له لورې په خراباتونو نازول کېږي، په داسې حال کې چې حکومت خپلې ګوتشمېرې دولتي کارخونې نه شي چلولای. او د افغانستان د ټبرونو او قبايلو دوديز جوړښت چې اکثر ډېر وحشي وي، او د نجيب الله حکومت يې يو وخت د ختمولو ژمنه کړې وه، اوس بيا رغول کېږي او د حکومت له لورې په درنو وسلو او پیسو سمبالېږي، ځکه حکومت دومره له پښو لوېدلی دی چې خپلې ډېری کليوالي او وروسته‌پاتې سيمې پر يوازې سر په خپلو رسمي عسکرو نه شي ساتلای.  نور...