د ويکي ليکس بنسټګر جولين اسانج ولي په ۱۷۵ کاله محکوم دی؟


د ويکي ليکس بنسټګر جولين اسانج ولي په ۱۷۵ کاله محکوم دی؟


نورالباري مل

June 26, 2022

په ۲۰۱۰ ميلادي کال کې د جولين اسانج ويکي ليکس ويبپاڼې د عراق او افغانستان د جنګونو په اړه د امريکا د څارګرې ادارې سي ای اې، د امريکا د ملي امنيت او پوځ تر ۵۰۰زره زيات محرم اسناد رسوا او خپاره کړل.

دې کار د امريکا د حکومت غوسه وپاروله. اوس جولين اسانج د لندن په بيلمارش زندان کې دی. امريکا له لندنه غواړي چې اسانج بايد امريکا ته وسپارل شي. لندن به په راتلونکې نږدې وخت کې په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه کوي. 

په دې محرمو اسنادو کې ځينې خورا جالب دي.

لکه دغه يو، په دې راپور کې د لښکرګاه پي آر ټي ته خبر ورکول شوی دی چې د پاکستان مولانا فضل الرحمان ځايي ملايانو ته پيسې ورکوي چې د افغانستان د ملي اردو پر وړاندې منفي تبليغات وکړي. او دا پروپاګند خپور کړي چې د افغانستان د سرتېرو مرګ د امريکايانو غوندې روا دی. دا وګورئ، په دې راپور کې د ايساف ځواکونو ته د خپلو راپورچيانو له خوا خبر ورکول کېږي چې دوه ځانمرګي بريدګر چې د جلال الدين حقاني په روزل شوي او تازه له پاکستان څخه د خوست له لارې کابل ته رسېدلي دي پلان لري چې په کابل کې ځانونه والوزوي. په دې ځانمرګو کې يو دېرش کلن پاکستانی او بل شل کلن افغان دی.

د ويکي ليکس ځېنې افشاګرايۍ زړه بوږنونکې وې. دې ويبپاڼې د عراق د جنګ يوه ويډيو خپره کړه چې د امريکايي پوځيانو يوه الوتکه پر بې‌ګنا ملکي کسانو ډزې کوي.. په دې پېښه کې امريکايي پوځيانو ۱۴ ملکي عراقيان ووژل. دوه يې د رويټرز خبري آژانس خبريالان ول. له دې خبريالانو سره کامرې ورسره وې، خو پوځيان ګومان کوي چې کلاشنکوفونه دي. ماشومان ورسره دي، خو امريکايي پوځيان وايي چې ماشومان يې د جنګ ميدان ته را وستلي دي، دا د دوی خپله ګناه ده.

که ويکي ليکس نه وای، دا ويډيو شايد تر ابده چا نه وای ليدلې. ځکه رويټرز خبري اژانس پر پرلپسې هڅو او غوښتنو سربېره هم پنټاګان دا ويډيو او د پېښې په اړه کافي جزيات له رويټرز سره شريک نه کړل. ويکي ليکس له خورا ډېرو نورو رازونو هم پرده پورته کړه. او دې کار د امريکا د حکومت غوصه را وپاروله.

که څه هم د بيان د ازادۍ په برخه کې امريکا په نړۍ کې ډېر لږ ساری لري. خو د ۱۹۱۷ د ايسپيوناج ايکټ پر اساس د امريکا د ملي امنيت محرم اسناد غلا کول او خپرول په امريکا کې قانوناً جرم دی. خو بيا هم د امريکا په تاريخ څو څو ځله د دولت او رسنيو تر منځ قضيې د امريکا تر سترې محکمې رسېدلي دی. او تقريباً هر وخت محکمې د رسنيو په ګټه پرېکړه کړې ده.

يوه بېلګه يې د ډېنيل ايلزبرګ قضيه ده. په ۱۹۷۱م ميلادي کال کې چې امريکا د ويتنام په جګړه کې ښکېله وه هغه وخت ايلزبرګ، د پنټګان پوځي تحليلګر وو. ده د امريکا محرم پوځي اسناد غلا کړل او د نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ تر ګوتو ګوتو يې ور ورسول. نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ دواړو په قسطوار ډول د دې محرم اسنادو خپرول شروع کړل. د امريکا دولت له نيويارک ټايمزه وغوښتل چې د دې اسنادو خپرول بند کړي. خو نيويارک ټايمز يې خبره نه ومنل او ويل يې چې د امريکا د اساسي قانون پر اساس د بيان ازادي زموږ حق دی. د امريکا حکومت د نيويارک ټايمز او واشنګټن پوسټ پر وړاندې عرض وکړ، او خبره تر سترې محکمې ورسېده.

سترې محکمې پرېکړه وکړه چې حکومت، ملامت دی. په هغه محکمه کې قاضيانو په صراحت وويل چې د دولت له لورې د رسنيو سانسور د امريکا د اساسي قانون خلاف کار دی. او دولت بايد د رسنيو په کار کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

خو د جولين اسانج قضيه بېله او خورا حساسه ده. د حساسوالي تر څنګ ګڼ نور اړخونه هم لري. لومړی دا چې جولين اسانج امريکايي نه دی. دی اصلاً اسټراليوی دی، او په ۲۰۱۰ کې د عراق او افغانستان د جنګ په اړه د محرمو اسنادو تر خپرولو وروسته دی په لندن کې اوسېدی. خو عين د همدې اسنادو د ډنډورې په شپو کې د سويډن يوه محکمه د جولين اسانج د نيولو حکم کوي. ظاهراً د دې محکمې پرېکړه د ويکي ليکس او محرمو اسناد د غلا له قضيې سره هيڅ تړاو نه لري. 

دا د جنسي تېري قضيه ده. 

په سويډن کې دوو نجونو پر اسانج تور پوری کړی دی چې پر دوی يې جنسي تېری کړی دی. خو اسانج دا تورونه بې بنسټه ګڼي او وايي چې په دې کې د امريکا د حکومت لاس دی چې د افغانستان په اړه د محرمو اسنادو د خپراوي په خاطر غواړي له ده غچ واخلي. د دې قضيې تر را سربېره کېدو سمدستي وروسته اسانج ورک شو. خو دی پوهېدی چې بيا هم څارل کېږي. اسانج وېره درلوده چې سويډن او لندن به لاسونه سره ورکړي او دی به لاس تړلی امريکا ته ور وسپاري. 

له همدې امله د ۲۰۱۲م کال په جون مياشت کې اسانج خپل د سترګو رنګ د وېښتانو طرز، او حتی د تګ انداز بدل کړ چې څوک يې ونه پېژني، پر يوه زاړه موټر سايکل يې په پټه پټه ځان په لندن کې دد ايکواډور تر سفارته ورساوه. ايکواډور له امريکا سره ښې اړيکې نه لري، له همدې امله اسانج تر بل هر هېواد پر ايکواډور دا باور وکړ چې دی به امريکا ته په لاس نه ورکوي. جولين اسانج له ايکواډور څخه د سياسي فنا غوښتنه وکړه.

خو مشکل دا وو چې اوس نو د لندن پوليس بيا له وخته خبر شوي ول چې جولين د ايکواډور په سفارت کې دی. جولین نه شوه کولای هوايي ميدان ته ولاړ شي ځکه د سفارت تر دروازو دباندې په ډلو ډلو پوليس يې را وتو ته انتظار ول. او دا انتظار خورا اوږدو شو، يوه اونۍ تېره شوه، خو جولين نه را وځي. 

پوليس لاهم دباندې ورته انتظار دي. دوې اونۍ تېرې شوې. مياشت تېره شوه. دوې مياشتې، يو کال تېر شو خو جولين لا هم د ايکواډور په سفارت لنګر وهلی دی. په همدې سفارت کې يې لوی لوی خلګ ليدو ته راځي. د سفارت د يوې کوټې له بامه د خبريالانو سره کنفرانسونه کوي. له همدې سفارته يې د ويکي‌ليکس چلولو ته دوام ورکړ. له همدې ځايه يې د هيرلي کلنټن ايميلونه ليک کړل، او تر ډېره باور کېږي چې د همدې ايميلونو له کبله هرلي کلنټن د ۲۰۱۶ په ټاکنو کې ماتې وخوړه. او پر دې کار ټرمپ خورا خوند واخېست.

د جولين د عمر اووه کاله د ايکواډور په سفارت کې دننه تېر شول. او بلاخره په ۲۰۱۹ کې د ايکواډور دولت ستړی شو او خپل دا نابللی مېلمه يې د لندن پوليسو ته وسپارئ.

اوس جولين اسانج د لندن په بيلمارش زندان کې دی. فزيکي او اروايي روغتيا يې د اندېښنې وړ ده. خو د امريکا حکومت يې اوس هم نه پرېږدي. د برطانيا يوې محکمې دا اوس تېره مياشت حکم وکړ چې جولين اسانج دې امريکا ته وسپارل شي. خو د اسانج وکيلانو دا پرېکړه چېلنج کړې ده.

اوس خبره د برطانيا د کورنيو چارو وزيرې، پريټي پټېل، ته ولاړه ده. اوس به دا پرېکړه کوي چې اسانج د امريکا دولت ته سپاري که نه؟ خو بلخوا د اسټراليا حکومت تر دې دمه د جولين اسانج په اړه خورا پڅ دريځ نيولی دی. د اسټراليا حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي وه چې دوی د برطانيا پر قضايي سيسټم پوره باور لري او د مداخلې اړتيا نه ويني.

که جولين اسانج امريکا ته وسپارل شي نو وکيلان يې وايي چې ډېر امکان شته چې دی به په زندان کې ځانوژنه وکړي.

جولين اسانج له څه باندې يوې لسيزې راهيسې په فزيکي او اروايي زندان کې بندي دي. اوس به ګورو چې په راتلونکو څو اونيو کې پريټي پټېل او د بيان د ازادي عالمي عالمبرداران د جولين اسانج د سرنوشت په اړه څه پرېکړه کوي.