هره ورځ بابړه

هره ورځ بابړه


نورالباري مل

August 12, 2024

د ۱۹۴۸م مېلادي کال د اګست پر ۱۲مه پاکستانۍ ملېشو په بابړه کې پر پښتنو ځوانانو، سپين‌ږيرو، ښځو او ماشومانو ۵۶۰۰۰ مرمۍ وچلولې. دا د پښتنو د قتل عام داستان دی. هغه قتل عام چې انګرېزانو يې په ۱۹۳۰ کې په کيسه خواني بازار کې بنسټ کښېښود. په کيسه خواني بازار کې انګرېزانو ۴۰۰ پښتانه لاريون کوونکي ووژل. د کيسه خواني بازار کيسه به بل وخت ته پرېږدو، خو د انګرېزانو تر وتلو وروسته په پښتونخوا کې د پښتنو وژنو نور هم زور واخيست او د پاکستان د رامنځته کېدو په لومړي کال يعنی ۱۹۴۸ کې د بابړې په ميدان کې پاکستاني پوځ د پښتون‌وژنې نوی مأموريت پيل کړ، چې د تېرو شپږ اويا کالو راهيسې په يوه او بل ډول لا هم دوام لري.


د پاکستاني رياست له لورې د پښتون‌وژنې د لړۍ لومړۍ کړۍ له بابړې را پیلېږي. 


کيسه داسې وه چې د ۱۹۴۸م مېلادي کال د جون په مياشت کې د پاکستان حکومت په کوهاټ کې د فخر افغان پاچاخان په شمول د پښتنو مشران ونيول. پر پاچاخان دا تور وو چې له فقير ايپي سره مالي مرسته کوي چې د نوي جوړ شوي پاکستان حکومت را وپرځوي او خپلواک پښتونستان اعلان کړي. پاچاخان په درې کلن زندان محکوم شو، او په ورته وخت کې داسې ګنګوسې وې چې ممکن په هماغه زندان کې په دار وځړول شي.


دې ګنګوسو د پاچاخان پلويان او ټول پښتانه افغانان په ډار کې واچول. د پاچاخان تر مدبرانه رهبرۍ لاندې دوی د عدم تشدد له لارې د دوامدارې مبارزې په پايله کې انګرېزانو ته سرخوږی جوړ کړی وو. انګرېزانو ته يو غير متشدد پښتون تر يوه متشدد پښتانه هم ډېر خطرناک وو. اوس د پښتنو هماغه رهبر د ګنګوسو له مخې دار ته مخامخ وو، او د پښتنو لپاره دا په هيڅ صورت د زغملو وړ نه وه چې مشر يې په دار شي. 


له همدې امله ۲۵۰۰۰ پښتانه افغانان د خپل سر په بيه د پاچاخان په ننګ د بابړې ميدان ته د يوې سوله‌ييز مظاهرې لپاره را ووتل. دې مظاهرې ته تګ ځکه هم د سر په بيه وو چې په دې شپو کې ځايي حکومت، د مرکزي حکومت په خوښه چې مشري جناح کوله، د پښتنو په سيمو کې اعلان کړی وو چې حکومت له هر ډول دليل پرته د هر چا د نيولو او د هغوی د جایداد د ضبطولو واک لري، او هيڅوک د خپل نيول کېدو په خاطر نه عدالت ته د تګ غوښتنه کولای شي، نه د دليل ويلو حق لري او نه د وکيل. 


د دولسم اګست په سهار پوليسو په لارو کې مظاهرې ته تلونکي ګڼشمېر کسان په وهلو ډبلو په مظاهره کې له ګډون کولو را وګرځول. 


سياسي او مدني فعال خادم حسين چې د هغې پيښې له عيني شاهدانو سره يې ګڼې مرکې کړي دي، د عيني شاهدانو له خولې وايي چې پوليسو دا خلګ دومره وډبول چې حتی لاسونه او پښې يې ور ماتې کړې خو بيا هم جوپې جوپې خلګ د بابړې ميدان ته ور روان ول.


د عدم تشدد د لارې دغو خدایي خدمتګارانو ته خپلو مشرانو لارښوونه کړې وه چې په دې سوله‌ييز لاريون کې بايد په خالي لاسونو ګډون وکړي او وسلې خو څه چې حتی لرګي هم بايد د مظاهرې ميدان ته را نه وړي.


خو پاکستاني پوليسو، ملېشو او پوځ پر دې بې‌وسلې پښتنو له هره طرفه د مرميو باران پیل کړ. 


يو خوا ته توپې ماشينونه

د حکومت واړه پوځونه

بل خوا ته قام خالي لاسونه

مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه


د خوېندو غېږ کښې ماشومان

په سر نیولے وو قران

آواز ئې دا وو په مېدان

فخر افغانه تا ګټم په خپله مرمه


د رسمي شمېرو له مخې پاکستاني عسکرو په دې ورځ پر پښتنو ۵۶۰۰۰ مرمۍ و اورولې. ځينې سرچينې دا شمېر ۵۹۰۰۰ ښيي. خو دا مرمۍ چې هر څومره وې يوه خبره چې واضح ده هغه دا ده چې دې عسکرو تر خپل وروستي شاجوره ټولې مرمۍ د پښتنو په سينو کې خالي کړې.


دا خبره په ريکاډ کې ثبت ده چې د هغه وخت ګورنر قيوم خان تر پيښې درې اونۍ وروسته ولايتي شورا ته په يوه وينا کې ويلي وه چې "دې خلګو بخت کار وکړ چې له عسکرو سره مرمۍ ختمې شوې. کنې يو به هم ژوندی نه وای پاته."


سپين ملنګ چې د مظاهرې د بيرغچي په توګه د لاريون په سر کې روان وو په حساب ۵۲ مرمۍ ويشتل شوی وو


د بابړي خونړي ميدان ته ښځې له قران شريفونو سره را ووتلې او عسکرو ته يې د خپل پلو او قران رویونه ونيول خو بيا هم هيڅ رحم ورباندې و نه شو. دې ښځو قران شريفونه پر سر نيولي ول چې ګوندې د اسلام په نوم د جوړ شوي مملکت عسکر به د قران په خاطر پر دوی هم ډزې ونه کړي. خو دې خلګو د پښتنو د وجود غوندې قرانونه هم رغبېل رغبېل کړل. په دې ښځو کې تاجو بي بي چې د پاچاخان مږور او د ولي خان مېرمن وه، هم وويشتل شوه او څه موده وروسته په شهادت ورسېده. 


محمد طاهر چې هغه وخت ماشوم وو او د بابړې خونړۍ ورځ يې په خپلو سترګو ليدلې ده، په يوه مرکه کې بي بي سي ته وايي چې د بابړې په ميدان کې يې خپله مور وليده چې يبلې پښې او سرتور سر پر ميدان ګرځېده او له خپل پوړني څخه په ايستلو رښکيو يې د ټپيانو ټپونه او د مړو زنې تړلې. 


"لاړم باړې ته مور پسې… مور مې ګرځېده، پښې يبلې پښې، سرتور سر، نه لوپټه او نه…[دا تورې په ژړا کې نه بېلېږي] (غالباً څادر) [دا تورې هم په ژړا کې نه بېلېږي]. راته يې وې لاړ شه او له کوره په بکس کې څلور لوپټې پرتې دي هغه ما له په منډه راوړه. زه راغلم او لوپټې مې يووړلې او دې ريښانګې ريښانګې کړې او چې کوم شهيدان وه هغوی له يې زنه تړله او چې کوم [په ژړا غالباً ټپيان] وه هغوی له يې پټۍ تړلې."


په دې ورځ د پاکستان عسکرو ۶۱۱ پښتانه ځوانان، سپين‌ږيري، ښځې او ماشومان ووژل. او شاوخوا ۱۵۰۰ يې ټپيان کړل. ګڼ‌شمېر مړي او ټپيان يې سيند ته وغورځول. ځايي روغتونونو ته امر شوی وو چې د ټپيانو درملنه ونه کړي او پرېږدي چې زکندن يې اوږد شي. ډېر ټپيان يې په اوبو کې په ډوبولو ووژل.


خو داسې ښکاري چې د پاکستان د حکومت زړه بيا هم سوړ نه وو، او په همدې شپه د بابړې او شاوخوا سيمو د خلګو په کورونو ور ننوتل او د پښتنو سترمنې مېرمنې يې بې ستره کړې او نران يې د ښځو په مخ کې بربنډ کړل.


ښايي زړه ته مو ونه لوېږي.


د پښتنو د کونډو اوښکې لا نه وې وچې، بورو ميندو لا د خپلو شهيدو لاليانو زنې نه وې تړلي، خوراو، ورارو خويند لا د خپلو ټپيانو وروڼو زخمونه نه ول پټۍ کړي. ښپين‌ږيري او ځوانان لا د قبرونو په کيندلو اخته اول، تر اوسه لا د پاتا او وير ټغرونه نه ول اوار شوي چې د کورونو دروازو ته پاکستاني عسکر بيا ودرېدل او ورته وايي چې تاسې بايد حکومتِ پاکستان ته تاوان ورکړئ.


د څه شي تاوان؟


د هغه کارتوسو تاوان چې پر دې خلګو مصرف شوي دي. د هر مړي پر سر د هغه کورنۍ بايد حکومت ته پنځوس روپۍ او ټپي پر سر بايد سل روپي جريمه ورکړي. د ټپي جريمه ځکه ډېره وه چې د حکومت په وينا پر دې خلګو خو د حکومت مرمۍ هسې عبث ضايع شوې.


پروفيسر ډاکټر سهیل خان چې د دې خلګو له کورنيو سره يې مرکې کړي دي وايي چې ځينو خلګو په يوه قبر کې خپل شپږ شپږ مړي ښخول چې له جريمې ځان خلاص کړي او حکومت ته ووايي چې زموږ له کوره شپږ نه بلکې يوه جنازه وتلې ده، ځکه حکومت د هر مړي پر سر پيسې غوښتې، چې دې بېوزلو پښتنو يې د ادا کولو توان نه درلود. حکومت د دې خلګو د کورنو لوښي او لرګي ضبط کړل خو بيا هم د حکومت جرمانه نه پوره کېده. بلاخره پاچا خان له زندانه خپله پلرنۍ مځکه خرڅه کړه چې د حکومت غاړه په ور وباسي. 


اوس شايد تاسې فکر کوئ چې دا پېښه ممکن د يوه قومندان، والي، يا بل چارواکي په امر شوې وي او وروسته به هغه ته د دې جرم سزا ورکول شوې وې.


خو داسې نه ده، تر نن ورځې پورې د دې پيښې رسمي او عدالتي پلټنه نه ده شوې. بله دا چې دا پېښه د يوه فرد تر واک لوی کار دی. دا د يوه درست رياست کار دی، چې د يوه منظم پلان له مخې يې زمينه سازي ورته وکړه.


له ټولو قراينو همدا خبره په خورا روښان ډول جوتېږي. ځکه د پاکستان تر رامنځته کېدو مخکې پر دې سيمه د يوې جمهوري او انتخاباتي پروسې په پايله کې پښتنو خپل حکومت کاوه. د سرحد (يا اوسنۍ پښتونخوا) والي د پاچاخان مشر ورور ډاکتر خان عبدالجبار خان وو.  خو د پاکستان تر رامنځته کېدو فقط اته ورځې وروسته يعنې د اګست پر ۲۲مه په غير قانوني ډول د جناح په دستور د پښتنو حکومت ړنګ کړل شو. وروسته جناج په پښتونخوا کې داسې خلګ حاکمان کړل چې د پښتنو د وينو تږي ول.


بله دا، چې دا خبره په تاريخ کې ثبت ده چې د پاکستان حکومت په دې پېښه کې لاس لرونکو عسکرو او افسرانو ته د سزا پر ځای مډالونه ورکړل.


په لاهور او کراچي کې د بابړې د پېښې خورا تود هرکلی وشو او پر لوړه کچه چارواکو به ويل چې د دې پيښې په پايله کې "د پښتونستان فتنه" د تل لپاره له منځه ولاړه. پاکستاني تاريخپوه زاهد چودهري د خپل کتاب "پاکستان کي سياسي تاريخ" په اتم ټوک کې د پاکستانۍ ورځپاڼې نواے وقت د سرليکنې يوه برخه خپره کړې ده چې په هغه کې د دې پيښې مبارکي ورکول شوې ده او په ډاډ ويل شوي دي چې "ځايي چارواکي په دې برخه کې د پاکستان د حکومت او شخصاً جناح له ملاتړ څخه برخمن دي." په دې کتاب کې دا هم راغلي دي چې د لاهور ورځپاڼو د هغه وخت ګورنر ته د پښتنو د ځپلو په خاطر د "مردآهن" او "شيرسرحد" لقبونه ورکول.


تر دې ځايه شايد درته جوته شوې وې چې دا پاکستانۍ رسنۍ چې نن د پښتنو پر وير په پټه خوله تماشې ته ناستې دي او حتی د خپلو اخبارونو او خبري خپرونو په حاشيه کې هم ځای نه ورکوي، دا کيسه نوې نه ده. دا کيسه له هماغه اولې ورځې را روانه ده. دا د هماغه نواے وقت تسلسل دی، چې د پښتنو پر قتل عام يې مبارکيانې ورکولې.


تر دې پېښې فقط دوې ورځې وروسته پاکستان د ۱۴م اګست لومړۍ کليزه په خورا جم و جوش په داسې حال کې ولمانځله چې پښتانه لا د خپلو شهيدانو په جسدونو پسې د کابل په سيند کې لالهانده ګرځېدل. پښتانه ځوانان په هديرو کې د قبرونو په کيندلو بوخت ول او سپينږيري د وير پر ټغر ناست ول. خو پاکستاني حکومت ويل چې وګورئ دا خلګ زموږ سره د پاکستان په جشن آزادي کې ګډون نه کوي، همدا خو د دوی د غدارۍ ثبوت دی.


د بابړې تر ټولوژنې وروسته هم پاکستان ارام نه کښېناست. د دې استبداد د يوې عيني شاهدې تاج بي بي په وينا تر پېښې دوه کاله وروسته به هم پاکستاني عسکر د پښتنو په کورنو ننوتل او تورسرې به يې وهلې ټکولې.


"روغ دوه کاله به بيا هغوی پسې تلل او هغوی به يې را ښکل د هغوی ماشومان او ښځې او نېغ به ور ننوتل او هغه يې وهل او هغوی به يې ټکولې چې تاسې نه ولي دا خاوندان او زامن تلل."


د بابړې تر پېښې وروسته به پاکستاني عسکر د پښتنو پر جوماتونو ګرځېدل او د پښتنو ملايانو او سپين‌ږيرو ږيري به يې په موټانو ور شکولې.


خو بدبختي دا ده چې دا کيسه تر نن ورځې پورې دوام لري. په پښتونخوا کې د افغانانو د ټولوژنې پیل انګرېزانو د ۱۹۳۰م ميلادي کال د اپريل پر ۲۳مه په کيسه‌خواني بازار کې د ۴۰۰ پښتنو مظاهره‌چيان په وژلو وکړ. وروسته يې د هماغه کال د می پر ۲۸ د مردان په ټکر سيمه کې د ۷۰ بې‌ګناه پښتنو په وژلو دوام ورکړ. خو د انګرېزانو تر وتلو وروسته د پښتنو د وژلو چاره پاکستاني رياست ته په ميراث پاتې شوه، او پاکستاني رياست د دې ميراث ساتنه پر ځان فرض عين ګرځولې ده.


بلخوا په پښتونخوا کې مېشت پښتانه افغانان نوره خپلواکي خو پرېږده حتی علمي او اکاډميکه خپلواکي هم نه لري.


د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو څانګې مشر او پروفيسر، ډاکټر سهیل وايي چې پر دې پېښه يې د دوی د پوهنتون يوې محصلې ته د تحقيقي مقالې ليکلو اجازه هم ور نه کړل شوه. بله محصله د پوهنتون لخوا حتی دې ته پرې نه ښودل شوه چې خپله تحقيقي مقاله د بابړې د پېښې قربانيانو او کورنيو ته ډالۍ کړي.


دا نو هغه د ګل پاچا الفت خبره "ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي."


د جنوبي پښتونخوا په سيمو لکه کوټه، پښين، ږوب، لورلايي، چمن او نورو سيمو کې هم همدا اورونه بل دي. په دې سيمو کې هم پښتانه افغانان آرام ته نه پرېښودل کېږي. مولوي محمد خان شيراني څو ځله له مرګونې بريدونو ژوندی وتلی دی. مولانا محمد حنيف، ډاکټر عبدالصمد اڅکزی، جيلاني خان اکا، د جيلاني خان اکا زوی عسکر خان، اسد خان اڅکزی، خالق داد بابړ، د پښتنو د شهيدانو دا ليست خورا اوږد دی. لنډه دا چې پښتانه روښانفکران مهمه نه ده چې د کوم سياسي ګوند غړي دي، يا د کومې سياسي مفکورې خاوندان دي فقط او فقط په دې خاطر هدف ګرځول کېږي چې پښتانه دي.


دلته هره ورځ بابړه ده!


بابړه د پښتني وجود هغه ټپ دی چې شپږاويا کاله وروسته هم د پاکستاني رياست له لورې هره ورځ مالګې پر شيندل کېږي. د بابړې تاريخ هره ورځ په نوې نوې بڼه تکرارېږي. که پرون په بابړه کې د پښتنو ميندو او ماشومانو سينې د پاکستاني پوځ د مرميو اماج وې، نن په خړ کمر، بنو او چمن کې پر تش لاسو پښتنو ځوانانو او ماشومانو د پاکستاني پوځ د مرميو باران دی. که پرون پاچاخان او صمد خان د پنجاب په زندانونو کې بنديوانان ول، نن هماغه زولنې د منظور پښتنون او علي وزير په پښو دي. هره ورځ پښتانه د يوه عارف پر وير ناست وي، د يوه عثمان زني تړي، د يوه ګيله من جنازه اخلي او يو ارمان خاورو ته سپاري.




اخځليک





جیلاني، غلام. ژباړه: مومند، خليل (نېټه نه لري).د بابړې په پېښه کښې ښکېل ملزمانو ته دې سرا ورکړی شی. له https://pakhtoonmagazine.com/other-writers/3370/